کونړ کې د ملي امنیت له لوري قاچاق کېدونکي چارتراش ونیول شو.

کونړ کې د ملي امنیت له لوري قاچاق کېدونکي چارتراش ونیول شو.


  • 3 کاله دمخه (08/03/2021)
  • کامران احمدزي
  • 1081

تېره شپه د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالي کې د پولیسو د ځانګړې قطعې له لوري ۵۰ جوړه ۸ پوټه يي چاتراش ونیول شو، چې په یو مازدا ډوله موټر کې بار شوي وو.

د کونړ ولایت مقام وايي، چې نیول شوي چاتراش د کونړ د والي او امنیتي مسؤولینو له لوري نن د کونړ ګمرک ادارې ته وسپارل شو.

باید یاده شي، چې ډېر وخت د کونړ له ځینو ناامنو سیمو څخه لرګي او قیمتي ډبرې پاکستان ته قاچاق کېږي.