زلمي خلیلزاد د افغان سولې پر سر له پاکستاني چارواکو سره کتلي

زلمي خلیلزاد د افغان سولې پر سر له پاکستاني چارواکو سره کتلي


  • 3 کاله دمخه (09/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1207

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته رسېدلی او هلته یې  د یاد هېواد له چارواکو سره د افغان سولې پر سر خبرې کړېدي.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې نومړي د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه  او نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي او د افغان سولې په برخه کې یې د همکاري غوښتنه ورڅخه کړي.

باید یاده شي، چې د بایډن له واکنۍ وروسته نوموړی د لومړي ځل لپاره د سیمې هېوادونو ته په سفر وتی.