اروپایي ټولنې له افغانستان سره د کوواکس واکسین مرسته کړې.

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د کوواکس واکسین مرسته کړې.


  • 3 کاله دمخه (09/03/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1334

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د یو میلیارد یورو په ارزښت اروپایي ټولنې له افغانستان سره د کرونا ضد د ۴۶۸ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده.

 

اروپايي ټولنه په دې سختو شرایطو کې غواړي، چې له افغانانو سره خپلې مرستې جاري وساتي. روغتیا وزارت وايي له دې وړاندې افغانستان ته د چین او هند څخه هم د کرونا ضد واکسین راوړل شوی او ویش یې پیل شوی دی.

 

ددې هېوادونو تر څنګ نورو نړیوالو بنسټونو هم له افغانستان سره د کرونا ضد واکسین مرستې ژمنه کړې ده.