د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې حوثیانو تازه په عربستان ډول ډول بریدونه کړي، چې دا د جدي اندیښنې وړ مسئله ده.
سرچینې زیاته کړې، چې د سعودې عربستان سره دریږي او په ښکیلو اړخونو غږ کوي چې نورې جګړې کمې کړي.
د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن تر دې وړاندې ویلي و، چې د سعودي عربستان سره د حوثي یاغیانو پر وړاندې عملیاتو کې برخه نه اخلي؛ خو تازه یې تر اوسه د وروستیو جګړو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
حوثي ډله په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده، چې وخت نا وخت د سعودي عربستان په بېلا بېلو تاسیساتو بریدونه کوي.