د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د افغان سولې پروسې په برخه کې پرمختګونه ممکن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د افغان سولې پروسې په برخه کې پرمختګونه ممکن دي.


  • 3 کاله دمخه (09/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1798

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پراېس ویلي، چې خلیلزاد به د څه وخت لپاره به په دوحه کې پاتې شي او هڅه به دا وي، چې د سولې پروسه کې پرمختګونه رامنځ ته کړي او د امریکا هدف دا دی، چې ټولې خواووې ګډون وکړي.

 

نوموړي همدارنګه ویلي، چې  د افغان د سولې په خبرو کې پرمختګ ممکن دی او په خبره یې هېڅ لوری به د افغان سولې او دایمي ثبات لپاره خپلې هڅې درېغ نه کړي.

 

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې خلیلزاد اوسمهال د افغان سولې په تړاو د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي او تمه ده، چې له بېلو اړخونو سره پر افغان سوله خبرې اترې ولري.