د تحریک انصاف مخالف ګوندونه وايي، چې د عمران خان حکومت د پاکستان لپاره په ګټه نه دی او نور باید استعفا وکړي.
د عمران خان د ګوند مخالف ګوندونه وايي، چې له قومي اسمبلۍ څخه د عمران خان د باور رایې تر لاسه کول ورته د منلو نه دی.
د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمن وايي، چې د مارچ میاشتې په دیرشمه نېټه به په ټول اسلام اباد کې د تحریک انصاف پر ضد مظاهرې وکړي.
مخالف ګوندونه وايي، چې د عمران خان په دوره کې پاکستان له نورې نړۍ څخه پورونه واخېستل، خپلو خلکو ته یې د کار زمینې برابرې نه کړي، له نورې نړۍ سره یې اړیکې خرابې شوې او لاهم پاکستان د یو نامعلوم برخلیک په لور روان دی.
باید یاده شي، چې دوه ورځې وړاندې هم یو شمېر ګوندونو د د عمران خان خلاف لاریون کړی او له نوموړي څخه یې د استعفا غوښتنه کړې وه.