د ازادۍ رادیو نوې پښتو – دري ویبپاڼه پرانستل شوه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • خلیل
  • 1258

د ازادۍ راډیو چې مرکز یې په پراګ کې دی ، خپله نوې پښتو- دري  ویبپاڼه د جمعه په ورځ پر لیکه کړه .
ازادي راډیو تردې مخکې ویبپاڼه لرله خوپه منظم ډول یې خبرونه او راپورونه نه خپرول او یوازې یې د اډیو یا ږغ د خپرېدو لپاره ترې کاراخیست.
د دې راډیو په نوې ویبپاڼه کې لوستونکو ته پرتازه خبرونو سربېره د افغانستان اونړۍ مطبوعاتوته کتنه،د ورځینو تودو پېښو مفصل راپورونه اود دې راډیو د خپرونو مهالوېش په لاس ورځي .
ازادي راډیو چې د ازادې اروپاپه چوکاټ کې خپرونې کوي ، له ۲۰۰۲ کال راهیسي د افغانستان لپاره په پښتو اودري خپرونې کوي .
له شویو نظرپوښتنو سره سم ازادي راډیو په افغانستان کې ترټولوزیاته اورېدل کېدونکې راډیو ده خو له دې سره سره یې تراوسه پورې منظمه ویبپاڼه نه لرله .

www.azadiradio.org