امریکايي سناتوران: د سرتېرو پرېکړه باید وځنډول شي.

امریکايي سناتوران: د سرتېرو پرېکړه باید وځنډول شي.


  • 3 کاله دمخه (10/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1301

امریکايي سناتورانو ویلي، چې تر راروانې مې میاشتې پورې باید د سرتېرو د ایستلو پرېکړه باید وځنډول شي.

 

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب مندیز په یوه مرکه کې څرګنده کړې، چې طالبانو د دوحې پر هوکړه عمل نه دی کړی او دې تړون ته ژمن نه دي. 

 

هغه همدې په اشارې سره ویلي، چې ناټو نه باید د سرتېرو په ایستلو کې له پېړې کار واخلي.

 

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې تر مې میاشتې پورې د سرتېرو ایستل شوني نه دي، د ده په وینا ددې اړتیا لیدل کېږي، دولت باید پر خپلې دې پرېکړه بیا ځلې کتنه وکړي.

 

مندیز همدارنګه زیاته کړې، چې طالبان اوس هم د القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پرې کړي، هغه وایي، دوی جګړو ته دوام ورکړی دی او په ورته نورو ژمنو کې هم پاتې راغلي دي.

 

نوموړي ویلي، په دوی باور نه دی پکار، کېدای شي، چې د سرتېرو تر ایستلو وروسته لا ډېر خطرونه وزېږوي کړي.

 

 

امریکایي سناتوران داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې دمخه یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلېنکن ګواښ کړی چې که ناټو او امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، طالبان به پیاوړي او نظامي لاسته راوړنې به یې زیاتې شي.