د مارچ په ۲۷مه د ترکیې کنفرانس جوړېږي.

د مارچ په ۲۷مه د ترکیې کنفرانس جوړېږي.


  • 3 کاله دمخه (10/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1541

راپورونه وایي، چې د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه به د ترکیې په انقره کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او افغان دولت کنفرانس جوړ شي. 

 

د رسنیو د راپورونو له مخې طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې د سولې اړوند مذاکرات به د روانې مارچ میاشتې په ۲۷ نېټه پیل شي.  

 

سرچینې وايي، چې طالبانو هم د ترکیې په کنفرانس کې د ګډون لپاره چمتوالی ښودلی دی.

 

له بل لورې ترکي چارواکو ویلي، چې دوی د افغان سولې پروسه کې همکارۍ ته چمتو دي او په وینا یې دغه هېواد د دوی لپاره خورا اړین دی.

 

دوی همدا راز د افغان سولې پروسه کې د هرې ممکنې لارې د همکارۍ هیله څرګنده کړې.

 

د ترکیې د کنفرانس په تړاو داسې مهال راپورونه خپرېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بېلنکن له افغان چارواکو په دې کنفرانس کې د ګډون غوښتنه کړې، نوموړي دغه راز ویلي، چې دغه کنفرانس باید د ملګرو ملتونو له لوري جوړ او برخه وال باید پکې یوه توافق ته ورسېږي.