چین د ایغوریانو دوامداره نسل وژنه پيل کړې.

چین د ایغوریانو دوامداره نسل وژنه پيل کړې.


  • 3 کاله دمخه (10/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1506

یو تازه تحلیلي راپور کې راغلي، چې د چین حکومت د ایغوریانو دوامداره نسل وژنه کوي.

 

دغه راپور په واشنګټن کې د نیوزلاین انسټیټیوټ له خوا خپور شوی او په کې راغلي چې چین د نسل وژنې د مخنیوي په تړاو د ملګرو ملتونو د کنوانسیون ټولې برخې نقض کړي دي.

 

له دې وړاندې هم د چین هغه کړنې غندل شوې وې، چې له څه باندې یو میلیون ایغوریانو او نورو لږکیو سره چې اکثره یې مسلمانان دي، په لویدیځ ایالت شینجیانګ کې کمپونو ته دننه کوي.

چین بیا وایي، دغو کمپونو کې د ترهګرۍ ضد روزنیز پروګرامونه مخته وړي.

 

د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د امریکا مخکینۍ ادارې هم په جنوري میاشت کې ویلي و، چې چین په شینجیانګ کې نسل وژنه او دبشر ضد جرمونه ترسره کوي.

 

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، د جوبایډن نوې ادارې داسې کوم پرمختګ نه دی لیدلی چې د چین په وړاندې د امریکا ارزونه بدله کړي.

 

په داسې حال کې د چین حکومت د ایغوریانو په نسل وژنه تورنېږي، چې تردې وړاندې هم یاد حکومت د ایغور مسلمانانو په وژنه او زورونه تورن شوی وو.