کرنې وزارت: په ټول هېواد کې 13.5 میلیونه نیالګي کېنول کېږي.

کرنې وزارت: په ټول هېواد کې 13.5 میلیونه نیالګي کېنول کېږي.


  • 3 کاله دمخه (10/03/2021)
  • رفيع الله نقيب زی
  • 1429

دکب 20 مه په ټول هېواد کې دنیالګیو کېنولو دملي ورځې په توګه ونومول شوه، چې ترې وروسته به هرکال دغه ورځ لمانځل کېږي، تر څو ټول هېوادوال دنیالګیو په کېنولو او په ګډه دهېواد په سمسورتیا کې برخه او دښه چاپیریال رامنځ ته کولو انګېزه ورکړل شي.

دچاپیریال ساتنې ملي ادارې رییس شاه زمان میوندي وایي، ټول دولتي ارګانونه او ولس باید له دوی سره په دغه حرکت کې برخه واخلي، څو په ښه ډول له یادو نیالګیو ساتنه وشي. دکرنې وزارت معین شېرشاه امیري په خپلو خبرو کې وویل، چې یاد وزارت اوسمهال 37.8 میلیونه نیالګي لري، چې 13.5 میلیونه نیالګي به په ولایاتو کې دکرنې ریاستونو له لارې ووېشل شي.

یادو مراسمو کې دکابل والي وویل، دوی دټولو ارګانونو ترمنځ ښه همغږي رامنځ ته کړې او خلکو ته یې هم دنیالګیو کېنولو په اړه سپارښتنې کړي دي. دنوموړي په وینا دښه ژوند کولو لپاره ښه چاپیریال اړین دی او ښه چاپیریال دخلکو مسوولیت دی، چې رامنځ ته یې کړي.

باید یاده شي، چې هر کال په بېلاپېلو ولایتونو کې دنیالګیو کېنولو لپاره مېلې او اشرونه ترسره کېږي، چې تر ټولو مشهوره یې د زرغون خوست مېله ده، چې خلک پکې په ګډه نیالګي کېنوي.