خلیل زاد د ترکیې د سفارت له مرستال سره کتلي دي.

خلیل زاد د ترکیې د سفارت له مرستال سره کتلي دي.


  • 3 کاله دمخه (11/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1538

د خپرو شویو راپورونو له مخې، چې په دې کتنه کې په انقره کې د جوړېدونکي کنفرانس په تړاو بحثونه شوي دي.

 

سرچینو ویلي، چې په دوحه کې د ترکیې د سفارت مرستیال له زلمي خلیلزاد سره د افغان سولې پروسې اړوند پر یو شمېر اړینو موضوعاتو هم خبرې اترې کړې دي.

 

بل لورې رسمي سرچینو په دې تړاو کوم غبرګون نه ښودلی، خو تر دې وړاندې د رسنیو راپورونو ویلي وو، چې د مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه به په ترکیه کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب کنفرانس جوړ شي. 

 

په دې خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي، طالب استازو څرګنده کړې، چې دوی په دغه کنفرانس کې ګډون ته چمتو دي خو افغان دولت لا خپل دريځ نه دی روښانه کړی.  

 

له بل لورې ترکي چارواکو ویلي، چې دوی د افغان سولې پروسه کې همکارۍ ته چمتو دي او په وینا یې دغه هېواد د دوی لپاره خورا اړین دی.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بېلنکن له افغان چارواکو په دې کنفرانس کې د ګډون غوښتنه کړې، هغه دغه راز ویلي، چې یاد کنفرانس باید د ملګرو ملتونو له لوري جوړ او برخه وال باید پکې یوه توافق ته ورسېږي.