پاکستاني او اردني چارواکو د افغان سولې پر سر بحثونه کړي دي.

پاکستاني او اردني چارواکو د افغان سولې پر سر بحثونه کړي دي.


  • 3 کاله دمخه (11/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1434

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د ځواک مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د اردن له لوړ رتبه چارواکو سره د افغان سولې پر سر خبرې اترې کړې دي.

د راپورونو په حواله، باجوه او د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر فیض حمید د اردن د ځواک له مشر مارشال محمد بن عیسی آل خلیفه سره پر سیمه ییزو موضوعاتو او په ځانګړي ډول پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي.

سرچینې ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغان سولې پر روان بهیر، د دې پروسې پر چټکتیا او په دې برخه کې پر راتلونکو ګامونو خبرې اترې شوي دي.

پاکستاني او اردني چارواکي داسې مهال پر افغان سوله خبرې کوي، چې تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران ویلي، چې افغانستان کې روانه جګړه یواځې د خبرو له لارې پای موندلی شي.

هغه همدا راز تېره ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره دلیدنې پرمهال څرګنده کړې، چې په افغانستان د سیاسي حل له روان بهیره ملاتړ کوي.