امریکا، پاکستان نه پرېږدي، ترڅو له ترکیې څخه جنګي چورلکې واخلي.
د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کلین ویلي، چې امریکا له خپل نفوذ په استفادې پر پاکستان فشارونه ډېر کړي او پاکستان یې منعه کړی، چې له ترکیې څخه جنګي الوتکې واخلي.
نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا دا ډول فشارونه به پاکستان اړ کړي، ترڅو له چین څخه جنګي الوتکې واخلي.
که څه هم تر اوسه اسلام اباد په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو بلومبرګ ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل خپاره کړي خبر کې ویلي، چې پاکستان د امریکا د فشارونو له کبله نشي کولای له ترکیې څخه چورلکې تر لاسه کړي.