خدای دې راوله

خدای دې راوله


  • 3 کاله دمخه (11/03/2021)
  • جاوید مسرور
  • 2100

  د ځوان شاعر او ژورنالېست یارمحمد پردیس د نوې شعري ټولګې (خدای دې راوله) مخکتنه وشوه؛  په دې اړوند هېواد ادبي بهیر په کابل کې لویه غونډه جوړه کړې وه، چې د ګڼو ولایتونو څخه ځوانو شاعرانو او لیکوالانو په کې ګډون کړی و.

په یاده مخکتنه کې د هېواد ادبي بهیر مشر ښاغلي سردار شاه احسانمند راغلو مېلمنو ته هرکلی ووایه او ددې ناستې موخه یې په سیمه کې د ځوانوشاعرانو تشویقول او هڅول یاد کړل.

ورپسې زما په شمول، یو شمېر ملګرو د ښاغلي پردیس پر ژوند او تازه چاپ شوي کتاب خپلې لیکل شوې مقالې ولوستلې او ویناوې یې وکړې، په مقالو او خبرو کې، دده د کتاب او شخصیت په اړه راغلي و؛ خو زه یې دلته ډېر په پېژندنه او لږ په کتاب غږیږم:

(( ځوان شاعر او ژرونالیست ښاغلی یارمحمد پردیس د ننګرهار، اچین ولسوالۍ د چهلګزي سیمې اوسیدونکی دی، نوموړی د ګل احمد زوی او د حاجي سید محمد لمسی دی؛ دغه راز یارمحمد پردیس د ولسي شاعر منصف چهلګزیوال وراره او د هېواد نوموتي شاعر او فرهنګي شخصیت ښاغلي شفیع الله بابرزي خوریه دی.

پردیس په ۱۳۹۲ لمریز کال د چهلګزي بابا عالي لېسې څخه په لوړه درجه فارغ شوی دی، نوموړي ۱۳۹۳ کال څخه تر ۱۳۹۸ لمریز کال پورې ننګرهار پوهنتون، د پښتو ادبیاتو پوهنځي شپنۍ برخه لوستې ده، ۱۳۹۴ لمریزکال څخه یې انعکاس راډیو ټلویزیون سره کار پیل کړی او اوس مهال په انعکاس راډيو ټلویزیون کې دنده هم لري.

 یارمحمد پردیس د ښه ذهن او شخصیت خاوند دی، نوموړی هغه څوک دی، چې د ختیځ زون زیاتې غونډې او مشاعرې دده په خوږ غږ ښکلي دي او دده په ښکلي ترنم د خلکو ستړیا رفع کیږي. ښاغلي پردیس په ۱۳۷۴ لمریز کال کې زیږیدلی دی واده یې کړی او ۲۵ کاله عمر لري.)) 

سره ددې، چې ښاغلی پردیس شاعر او ژرنالېست دی، نوموړی په فرهنګي او ادبي فعالیتونو هم بوخت دی، پردیس اوس مهال د چهلګزي بابا  ادبي بهیر مشر هم دی، یارمحمد پردیس خواري کوي، چې فرهنګي حلقې فعالې پاتې شي او له دې لارې ددې ټولنې خدمت وشي.

ګران پردیس هیله لري، چې دا وطن جوړ شي، کور په کور پوهه خپره شي، دښمنۍ ختمې شي، وژنې ودریږي او یو سوکاله افغانستان رامنځته شي؛ ترڅو د هېواد نخبه ځوانان وشي، کولای، په ټول هېواد وګرځي، د پوهې، فرهنګ او ورورۍ پیغامونه ترخپلو ولسونو ورسوي.

پردیس په انټرنیټي نړۍ کې هم فعال دی، د یار محمد پردیس په نوم یو یوټيوب چینل او فېسبوک اکونټ لري، چې تازه په تازه په کې خپل او د نورو خوږ غږو کسانو ترنمونه نشروي او خپل ځانګړي پیغامونه هم د شعر په ژبه نشر ته سپاري.

خدای دې راوله:

دا شعري ټولګه، چې تازه چاپ شوې، په خپله لمن کې ۴ نظمونه او ۷۲ غزلې لري. د مترنم پردیس په نوم لیکنه پرې افتخار جانان کړې، له سپین غره تر لاله زاره، لیکنه د حضرت یوسف یوسفزي ده.

په پای کې پرې یارمحمد پردیس خپلې خبرې لیکلي دي، د کتاب لیکنې تاثر او احساس یې بیان کړی دی، ددې ترڅنګ یې له دوستانو مننې هم کړي دي.

خدای دې راوله شعري ټولګه میهن خپرندویې ټولنې چاپ کړې، چې اوس مهال یې په زیاتو کتابپلورنځیو کې ترلاسه کولای شئ.

 پردیس لیکوالي هم کولای شي، ګڼې لیکنې یې کړي دي؛ خو چاپ نثري اثار نه لري.  د یادودنې ده، چې ښاغلي پردیس ( خواږه غږونه) او ( لاله زار) دوه نورې شعرې ټولګې هم راغونډې او چاپ کړي دي.