د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د زعفرانو د پلور تړون لاسلیک شو.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د زعفرانو د پلور تړون لاسلیک شو.


  • 3 کاله دمخه (11/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1590

 

د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ په ازبکستان کې یو تړون لاسلیک شوی، چې له مخې به یې هره میاشت ازبک سوداګر له افغان سوداګرو ۱۰۰ کیلو ګرامه زعفران اخلي.

د افغانستان د صنعت او سوداګري وزارت وايي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د یاد تړون له مخې به هره میاشت ۱۰۰ کیلو ګرامه زعفران د افغا سوداګرو څخه پیري او په منځنۍ اسیا کې به یې په نورو هېوادونو پلوري.

د یاد وزارت ویاند فواد احمدي وايي، چې د یاد تړون له مخې به افغانستان څخه هر کال ۱۲۰۰ کیلو ګرامه زعفران یواځې پر ازبک سوداګرو پلورل کیږي، چې دابه د اسیايي هېوادونو په کچه د زعفرانو د سوداګرۍ برخه کې یو بې ساری اقدام وي.

باید یاده شي، چې افغانستان د نړۍ په کچه په هغو دریو هېوادونو کې شامل دی، چې تر نورو ښه کیفیت لرونکي زعفران صادروي.