د خاوند او مېرمنې ترمنځ ناز او عاطفه له روانې پلوه
نارینه ډاډ، ښځه ستاينې او ناز ته اړتيا لري،که ښځه و نه ستايل شي، عاطفې غوښتنه يې له خنډ سره مخ کېږي پر ځان او سينګار بېباوره کېږي همدارنګه که ناز ور نه کړل شي او خاوند يې ستاينه و نه کړي عاطفه يې ګډوډه کېږي يا په اندېښنه يا هم عقده بدلېږي.
انسان هر مهال له خواږو خبرو نه زړه توری کېږي، په تېره بیا که د نجلۍ له خوا هلک ته کېږي او يا هلک خپلې مېرمنې ته ناز ورکوي، دا اړتيا بیا انسان د ناروغي پر وخت ډېر ښه احساسولی شي چې غاړه پر غاړه يو له بل سره ورو ورو خواله کوي.
پخوانيو علماوؤ په همدې خاطر واده اړين بللی دوی که به يوه مېرمن وفات شوه له فاتحې وروسته په څلورمه ورځ يې هرومرو د بل واده غم خوړ، چې د يو بل عاطفه سره پوره کړي، نه يوازې دا چې جنسي غوښتنه پوره کړي، ځکه انسان هر وخت عاطفې او ناز ته اړ دی، مګر جنسي غوښتنې بیا هر مهال نه غواړي.
واده يو داسې تړون دی چې ښځه او نر له کوم ډار، د ګناه احساس همدارنګه له دوه زړهتوبه پرته له يو بل څخه پوره لذت او سکون موندلی شي، البته که انسان واده و نه کړي، نارینه تر ډېره عاطفې ته اړتيا نه لري لکه څومره چې يې جنسي اړيکې ته تر بل هرڅه تمايل زیات وي؛ نو اکثره وخت چې په ټولنه کې نجونې ځورول کېږي تر ډېره يې ازار جسمي وي.
همدارنګه نجلۍ تل د يو چا له خوا ناز او ستاينې ته اړتيا احساسوي، له دې سببه دوی ځان زیات سينګاروي دا نه يوازې چې دوی د ښکلا په خاطر ځان سينګاروي، بلکې طبعیت يې دا غوښتنه کوي چې يو څوک يې له درناوي سره ناز هم ورکړي او د موډ و ښايست ستاينه يې وشي.
بله دا چې له واده پرته نه هلک او نه نجلۍ ځان خوندي احساسوي، هره شېبه يې دا وېره وي چې ماشوم يې په نس نه شي يا يې پېغلتوب ته کوم زیان و نه رسېږي، بله وېره يې له روانې پلوه هغه لذت ته نه پرېږدي لکه څنګه چې يې يو واده کړې مېرمن او نارینه يو له بله اخلي، ځکه ډېری نارینهوو چې له واده پرته يې جنسي اړيکه نيولې هرومرو تر انزال وروسته يې د ګناه يا د خلکو د خبرېدو له وېرې نجلۍ وژلې يا خته ټکولې دي.
انسان په وجداني، عقلاني، منطقي او همدارنګه د ټولنې له قوانينو بايد سرغړونه و نه کړي، هغه کسان چې واده نه کوي هرومرو يې له ځان او بالمقابل د نجونو ژوند له ګواښونو ورته ډکوي ممکن په يو جرم لاس پورې کړي او له هغه ژونده چې زموږ طبيعت يې غواړي لاس پورې کړي، انسان دومره جنسي غريزې اشباع ته اړتيا نه لري لکه څومره چې هغه ژوند خوښېږي چې هیڅ پولې پکې ړنګې نه کړي، بلکې له چوکاټ سره سم د بل انسان عاطفې، روانې خونديتوب او له هغه سره ناز، ستاينه، خوږې خبرې او په پای کې د غريزو اشباع په داسې ډول چې نه نجلۍ پر اولاد راوړلو ځان بد وګڼي او نه نارینه د ګناه احساس وکړي چې په دې کار د درېيم انسان ژوند هم له خطر سره مخ کړي.