ګوتریش: نړۍ کې لسګونه میلیونه انسانان به له سختې لوږې سره مخ شي.

ګوتریش: نړۍ کې لسګونه میلیونه انسانان به له سختې لوږې سره مخ شي.


  • 3 کاله دمخه (12/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1648

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، لسګونه میلیونه انسانان به زیات شمېر هېوادونو کې تر ډېره حده د شخړو له امله د سختې لوږې له خطر سره لاس او ګریوان شي.

 

د رسنیو د راپورونو له مخې ګوترش همدارنګه څرګندوي، چې له بېړني اقدام پرته به میلیونونه انسانان په لسګونو هېوادونو کې له سختې لوږې او مرګ سره مخ شي.

 

 د نوموړي په وینا، تر ۳۰ میلیونه ډېر خلک په څه باندې ۳۶ هېوادونو کې د لوږې د اعلان په نوملړ کې دي.

 

د سرچینو د معلومالتو په اساس، که څه هم تر ډېره بریده جګړې د لوږې لامل دي، خو موسمي بدلون او د کرونا ویروس هم په دې برخه کې خپل اغېزمن رول لوبولای دی.

 

د یادونې ده، چې ساحل، د افریقا ښکر، جنوبي سوډان، یمن، او افغانستان دا هغه هېوادونه دي، چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ دوی ډېر په خطر کې واقع دي.

 

د ملګرو ملتونو عمومي سر منشي انتونیو ګوتریش دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې نوموړي تر دې وړاندې په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له شرمه ډک عمل بللی و.

 

هغه همدا راز ټینګار کړی دی، چې ټوله نړۍ باید د جنسیتي نابرابرۍ پر وړاندې په ګډه کارنده مبارزه وکړي. 

 

ګوتریش د خپلو خبرو پر دوام ویلي و، چې د ښځو پر وړاندې روان تاوتریخوالی باید پای ته ورسول شي.