زابل کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله پنځه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

زابل کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله پنځه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


  • 3 کاله دمخه (12/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1407

د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې نن ددې ولایت مرکز کلات اړوند نورک سیمه کې د پولیسو پر قرار ګاه د هاوان درې مرمۍ توغول شوي دي.

 

چارواکو ویلي، چې ددې هاوان مرمیو له جملې دوه یې د پولیسو پر قرارګاه دننه او یوه بله هغه یې قرار ګاه ته څېرمه په یوه کور کې لګېدلې ده.

 

چارواکو همدا راز زیاته کړې، چې د ملکي خلکو پر کور د لګېدلې مرمۍ له کبله ددې کورنۍ دوو ماشومانو خپل ژوند د لاسه ورکړی او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.

 

بل لورې د زابل ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، چې دا مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوي دي.

 

خو، وسله والو طالبانو تر دې مهاله د چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. 

 

د یادونې ده، چې په زابل ولایت کې تر دې وړاندې هم پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې وه، چې په پایله کې یې دوو ماشومانو خپل ژوند بایللی و او د یوې مېرمنې په ګډون دوه نور ماشومان ټپیان شوي وو.

 

د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې وخت ناوخت ورته پېښې رامنځته کېږي، خو امنیتي چارواکي یې بیا مسوولیت پر وسله والو طالبانو ور اچوي.

 

وسله وال طالبان بیا د افغان دولت دغه ادعاوې ردوي او وایي، چې دوی په ښارونو او نورو ځایونو کې جګړې کمې کړي دي.