د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، یاد موټر بم برید جمعه ماخوستن ۹:۳۰ دقیقې د هرات ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوی دی.
دهرات حوزوي روغتون درسنیو څانګې مسؤل وایي، دپېښې له ځایه روغتون ته 7 جسدونه او 53 ټپیان وروړل شوي دي، په وژل شویو کې یو امنیتي سرتېری دوه ښځې، درې ماشومان او دوه نارینه شامل دي. دنوموړي په خبره په ټپیانو کې 6 پوځیان، 20 ښځې او 11 ماشومان یاد روغتون ته وروړل شوي، چې د 10 تنو روغتیایي وضعیت داندېښنې وړ دی.
د هرات والي او د حوزوي روغتون مسؤلین وايي، چې د دغې پېښې د تلفاتو شمېر ښایي تر دې هم لوړه شي.
د کورنیو چارو وزارت یاده پېښه تأییدوي او وایي، چې یادې چاودنې په سیمه کې ۱۴ کورونه ویجاړ او زیانمن کړي هم دي.
باید یاده شي، چې تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی، خو دکورنیو چارو وزارت وايي، چې دغه ډول حملې تر ډېره طالبان کوي.