د مخ داغونه

د مخ داغونه


  • 3 کاله دمخه (13/03/2021)
  • هوسۍ نسیم
  • 2480

 

په مخ داغونه په مېرمنو کې د سړيو په پرتله ډېر تر سترګو کيږي.

پر مخ د داغونو پيدا کېدل د پوستکي يوه ناروغي ده، چې اکثره په ځوانو نجونو او مېرمنو کې ليدل کېږي.

دغه داغونه پر وچلي (تندي)، باړخوګانو او زنې باندې وي، چې نسواري او خړ رنګ لري.

 

دغه داغونه له (٢٠) کلنۍ څخه نيولې بيا تر (٣٠) کلنۍ پورې عمر کې ډېر پيدا کېږي،

 

چې په مېرمنو کې د سړيو په پرتله ډېر تر سترګوکیږی۰

 

”د دې ناروغۍ عوامل اوږد مهاله بې خوبي، سټريا، ښه خوراک نه کول، لمر ته ډېر ګرځېدل يا کار کول دي،

 

 

په مخ د داغونو علت

  له خوار ځواکۍ، بې خوبۍ، لمر ته ډېر ګرځېدل او په امېدوارو مېرمنوکې د ځينو ويټامينونو کمښت له کبله پيدا کيږي. 

 

د ښځو د مياشتني عادت بندېدل او په امېدوارو مېرمنو کې د ځينو ويټامينونو کمښت دی“.

 

د ښه او روښانه پوست درلودل د ښکلا يوه برخه ده، نو کله چې د يو چا پر مخ داغونه پيدا شي بايد خامخا د درملنې په فکر کې شي. د يادونې وړ ده، چې ځينې کورنۍ درملنې هم شته.

 

 ترکاری او ميوې

 خوب کول، له لمر څخه ځان ساتل، د اميدوارۍ پر مهال پوره ويټامينونه اخيستل، ترکاريو اومېوو خوړل يې د مخنيوي ګټورې لارې دیي د لمر ضد کريمونو کارول دغه ناروغي لږ کمزورې کړي، خو بيا هم له يوه جلدي ډاکټرسره مشوره ضروري ده“.

 

اوس به دې ته راشو چې، څنګه کېدای شي، چې پر مخ مو لکې ياداغونه پيدانه شي ۰په منظمه توګه خوب کول، له جسمي او روحي پلوه ارام کول، له لمر څخه ځان ساتل،

 

د اميدوارۍ پر مهال پوره ويټامينونه اخيستل، د شنو سابو، ترکاريو اومېوو خوړل يې د مخنيوي ګټورې لارې دي.