ملګري ملتونه د افغان سولې پروسې سره همکاري نه پرېږدي.

ملګري ملتونه د افغان سولې پروسې سره همکاري نه پرېږدي.


  • 3 کاله دمخه (14/03/2021)
  • عاریف سمیر
  • 1258

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی په افغانستان کې د تلپاتې سولې غوښتونکي دي او له هغو پرېکړو ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه ترسره کېږي.

 

سټیفان ویلي د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ګڼو هېوادونو سره په اړیکه کې دی او داسې ښکاري چې نړیواله ټولنه په دې تړاو مثبت ګامونه اخلي.

 

هغه زیاته کړې، دوی له قطر، امریکا، روسیې، ترکیې او نورو ګڼو هېوادونو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

 

ملګري ملتونه وایي، تمه لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي او افغانان په خپل هېواد کې سوله ییز او امن ژوند ولري.