حنیف اتمر: هیله ده د ترکیې ناسته د دوحې خبرې پیاوړې کړې.

حنیف اتمر: هیله ده د ترکیې ناسته د دوحې خبرې پیاوړې کړې.


  • 3 کاله دمخه (14/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1390

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هیله څرګنده کړې ده چې د ترکیې ناسته به په افغانستان کې د سیاسي توافقنامې لپاره مثبته پایله له ځانه سره ولري.

 

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس، چې هغه دا څرګندونې نن له خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره په ټلفوني خبرو کې کړې دي.

 

سرچینې ویلي، چې په دې ټلفوني مکالمه کې دواړو لوریو د افغان سولې په اړه په انقره کې د تر سره کېدونکي غونډې او د سولې مذاکراتو د راتلونکي پړاو د ترسره کېدو په تړاو خبر اترې کړې دي.

 

د سرچینې په حواله، چاوش اوغلو ویلي، چې اکثریت ښکېلو اړخونو د ترکیې په ناسته کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی او ترکیه هم د ایران او پاکستان سره د افغانستان او ترکیې په بېلو درې اړخیزو غونډو کې د ګډون لپاره چمتووالی لري.

 

د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر داسې مهال له خپل ترکي سیال سره ټیلفوني مکالمه کوي، چې هغه نن د چین له سفیر، وانګ يو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه هم خبرې وکړې.