کويټه کې زهرجنو ګازو شپږ کارکوونکي وژلي

کويټه کې زهرجنو ګازو شپږ کارکوونکي وژلي


  • 3 کاله دمخه (15/03/2021)
  • کامران احمدزي
  • 1551

د بلوچستان په مارواړ سیمه کې تېره ورځ د کولې په کان کې د زهرجنو ګازو له امله شپږ تنه مزدوران وژل شوي.

د پاکستان د کانونو د وزارت ویاند عبدالرشید ویلي، چې یاد کسان د پنجشنبې په ورځ د کولې په کان کې د ګازو له امله مړه شوي وو، چې مړي یې تېره ورځ راویستل شو.

د نوموړي په خبره وژل شوي کسان د بلوچستان د قلعه عبدالله او مسلم باغ سیمې اوسېدونکي دي.

په همدې حال کې بیا د کولې د مزدورانو اتحادیې مشر سلطان وايي، چې د کانونو مزدورانو څخه ټېکه داران او د پاکستان حکومت یواځې خپل کار اخلي او د دوی د ژوند خوندیتوب ته هیڅ پام نه کوي.

باید یاده شي، چې په تېرو دوه میاشتو کې ۴۹ د کانونو کارکوونکي د ګازو له کبله وژل شوي دي.