تېره ورځ د خوست ولایت د ځاځي میدان اوسېدونکو د یو لاریون په ترڅ کې له دولته وغوښتل، چې د یاد ولایت د بک او صبري ولسواليو لپاره دې دولت خپله توجو زیاته کړي او په یادو ولسوالیو کې دې شته ترهګرې ډلې له منځه یوسي.
د خوست اوسېدونکي وروسته له هغې لاریون کوي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د بک اوصبریو ولسوالۍ لس تنه اوسېدونکي د طالبانو له لوري ترور شوي.
په همدې حال کې بیا څو ورځې وړاندې هم د ملي اردو دوه تنه سرتېري طالبانو له ځان سره یرغمل بیولي دي.
د خوست اوسېدونکي غوښتنه لري، چې د بک او صبریو ولسوالیو مربوطاتو کې دې له خوست سره نښلېدونکې سیمې امن شي او دولت دې هلته امنیتي کمربندونه واچوي.
باید یاده شي، چې د خوست د صبریو او بک ولسوالي اوسېدونکو له تېرو شلو کالو را په دې له ۲ زرو زیات ځوانانو له طالبانو او پاکستاني حکومت سره په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.