چارواکي: د کمال خان بند د وري په دویمه پرانیستل کېږي.

چارواکي: د کمال خان بند د وري په دویمه پرانیستل کېږي.


  • 3 کاله دمخه (16/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1605

د کمال خان بند؛ چارواکي وایي، د وري میاشتې پر دویمه نېټه پرانیستل کېږي.

 

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې چارواکي وایي، د کمال خان بند د جوړولو چارې بشپړې شوي او د راروانې وري میاشتې پر دویمه نېټه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 

چارواکي وایي، دغه بند چې څه د پاڅه دوه سوه میلیونو امریکايي ډالرو لګښت پرې راغلی، د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخېره کولو وړتیا لري او ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

 

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، کمال خان بند د نیمروز ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند جوړ شوی او د ۹ میګا واټه برېښنا تولید ظرفیت هم لري.