ولسمشر غني: له ټاکنو پرته چاته واک نه پرېږدو.

ولسمشر غني: له ټاکنو پرته چاته واک نه پرېږدو.


  • 3 کاله دمخه (16/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1678

د ارګ له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني نن سهار په بهرنیو چارو وزارت کې ”د خارجي سیاست لومړیتوبونه او د هیواد د ډيپلوماسۍ دستګاه کې اصلاحات“ تر عنوان لاندې سیمینار کې ګډون او وینا وکړه.

 

ولسمشر غني ویلي، موږ د سیمې او نړۍ د هر هېواد په پرتله سولې ته د رسېدو لپاره سل چنده استعجالیت لرو، خو عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره د احساساتو پر ځای د واقعیتونو پر اساس مخکې ځو.

 

نوموړي ټینګار کړی، که طالبان همدا سبا هم انتخاباتو ته حاضر وي، موږ تیار یوو، خو له ټاکنو پرته خپل ځایناستي ته د واک لېږد ته 

حاضر نه یم.