سي ان ان: طالبان د سولې لپاره نیت لري؛ د دوحې خبرې تش مجلسونه دي.

سي ان ان: طالبان د سولې لپاره نیت لري؛ د دوحې خبرې تش مجلسونه دي.


  • 3 کاله دمخه (17/03/2021)
  • خالد سهار
  • 2044

د سي ان ان له لوري په یوه خپور شوي راپور کې راغلي، چې کېدای شي امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ماموریت حضور وغځوي ځکه په دغه هېواد کې هر څه د دوحې د تړون پر بنا نه دي روان.

 

په دې راپور کې همدارنګه یادې مسئلې ته په اشارې سره ویل شوي، چې د امریکا ولسمشر د جوبایډن اداره غوړاي دغه مسائل د خپلو خلکو له سترګو پټ کړي.

 

سي ان ان دا هم ویلي، که امریکایي ځواکونه غیر مسوولانه ووځي او د سولې پروسې تړون عملي نه شي نو کېدای شي په افغانستان کې جګړې زور واخلي او دغه مسئله نړیوال ته هم ګواښ پېښولای شي.

 

مطلب کې همدا راز راغلي، چې طالبان لا هم وخت ضایع کوي او د دوحې د هوکړې نېټې پوره کېدو ته په تمه دي او که له هغه وروسته امریکایي سرتېري له افغانستانه و نه وځي نو دوی به په جګړو لاس پورې کړي.

 

که څه هم نړیوال طالبان د دوحې هوکړې ته په نه ژمنتیا تورنوي، خو دوی بیا ویلي، چې د جګړې پر ځای یې خبرو ته لومړیتوب ورکړی دی.

 

له ولسمشرۍ ماڼۍ بیا په څو وروستیو خبر پاڼو کې د ولسمشر غني په حواله، د پلازمېنې په ګډون یو شمېر ولایتونو کې وروستۍ پېښې د طالبانو کار بللی شوی دی.

 

باید یاده شي، چې تېره ورځ ولسمشر غني په بهرنیو چارو وزارت کې ویلي، موږ د سیمې او نړۍ د هر هېواد په پرتله سولې ته د رسېدو لپاره سل چنده استعجالیت لرو، خو عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره د احساساتو پر ځای د واقعیتونو پر اساس مخکې ځو.

 

نوموړي ټینګار کړی، که طالبان همدا سبا هم انتخاباتو ته حاضر وي، موږ تیار یوو، خو له ټاکنو پرته خپل ځایناستي ته د واک لېږد ته 

حاضر نه یم.