جان سوپکو: طالبان امتیازات غواړي؛ نو ځکه یې د سولې خبرې ځنډولي.

جان سوپکو: طالبان امتیازات غواړي؛ نو ځکه یې د سولې خبرې ځنډولي.


  • 3 کاله دمخه (17/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1430

طالبان لاهم د افغان سولې لپاره ریښتینی نیت نه لري او هڅه کوي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو سره د سولې په خبرو کې امتیازات ترلاسه کړي.

 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د دفاع وزارت ځانګړی پلټونکي جان سوپکو وايي، چې طالبان په افغانستان کې د سیمو د لاندې کولو په هڅه کې دي او غواړي، چې د تاوتریخوالي او جګړو په ډېرېدو سره یواځې په مذاکراتي میز کې ځان بریمن وښيي او ځانګړي امتیازات تر لاسه کړي.

 

نوموړي همداشان زیاته کړې، چې طالبان یوه بې باوره ډله او امریکا باید له پوره ډاډه کېدو مخکې افغانستان پرېنږدي.

 

سوپکو یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې تازه د امریکا سي ان ان ټلویزون هم په یو راپور کې ویلي و، چې طالبان د دوحې په خبرو کې د پرمختګ لیواله نه دي او یواځې خپل وخت ضایع کوي.