لغمان کې د خبریالانو ملي ورځ ونمانځله شوه.

لغمان کې د خبریالانو ملي ورځ ونمانځله شوه.


  • 3 کاله دمخه (17/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1642

لغمان کې د کب ۲۷مه خبریالانو ته ځانګړې شوې ملي ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

 

یاده غونډه نن د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په لنکن ښوونیز مرکز کې ترسره شوه، چې پکې د لغمان مرستیال والي، پوهنوال دوکتور خواجه محمد عصامي، د اطلاعاتو او کلتور رئیس اورنګ صمیم، د والي ویاند اسدالله دولتزي، د بېلا بېلو رسنیو استازو، خبریلانو او یو شمېر نورو ګډون کړی وو.

 

د لغمان مرستیال والي، خبریلانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له دوی وغوښتل، چې په څېړنیزه خبریالۍ کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

 

نوموړي همدا رنګه په خپلو خبرو کې د خبریالانو هڅې او د ولسونو ستونزې پر وخت له مسوولینو سره د شریکولو مننه وکړه.

 

په ورته وخت کې یو شمېر نورو ګډونوالو هم ویناوې وکړې، دوی دغه راز د خپلو خبرو پر مهال هېواد کې پر خبریالانو د وروستیو بریدونو د غندنې ترڅنګ، د دوی له لوري ولسونو ته د اطلاعاتو پر وخت رسونې ستاینه وکړه.

 

 

باید یاده شي، چې د لغمان والي، رحمت الله یار مل له لوري ددې ولایت یو شمېر خبریالانو ته تقدیر نامې ځانګړې شوې وې، چې د ګډون والو په لاسونو ورته ووېشل شوې.

 

هر کال پر همدې نېټه خبریالانو ته ځانګړې شوې ملي ورځ، د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې نمانځل کېږي.