په نوې لويه لوبه کې مسکو او چين له امريکا سره ډغرې وهي.

په نوې لويه لوبه کې مسکو او چين له امريکا سره ډغرې وهي.


  • 3 کاله دمخه (17/03/2021)
  • نجيب ننګيال
  • 1658

غواړي خپل سيمه ايز او جهاني نفوذ احياء کړي. د ۲۰۱۸ په نومبر کې مسکو ته د سولې عالي شورا له پلاوي سره تللی وم. دا د مسکو لومړی کنفرانس و چې د طالبانو هيت پکې د عباس ستانکزي په مشرۍ ګډون کړی و. هلته را مالومه شوه چې مسکو تېر وتلی. مسکو په هغه کنفرانس کې بل هيڅ هدف نه درلود بلکې يوازې او يوازې يې غوښتل طالبانو ته يو نړېوال فورم ورکړي چې خپله خبره وکړای شي. د طالبانو پلاوي ته یې فوق العاده پروټوکول ورکړی و. بيخي ډېره ميډيا یې ورته را بللې وه. د پريزيډنټ‌ هوټل له خبريالانو ډک و. کابو درې څلور سوه رسنۍ راغلې وې او ټوله توجه یې د طالبانو هييت ته وه. يو علت یې شايد دا و چې لومړی وار طالبانو په رسمي، ښکاره او لويه کچه يوه کنفرانس کې ګډون کاوه. مسکو فکر کوي‌ چې طالبان په افغانستان کې يوه لوی قوت دی چې امريکا سره ډغرې وهي او ممکن افغانستان ټول تر خپل کنټرول لاندې راولي. درې عمده علتونه چې مسکو فکر کوي او له امله یې د طالبانو ملاتړ کوي. 

لومړی: په افغانستان کې د امريکا شتون د مسکو ملي‌ امنيت ته ګواښ دی او سيمه ايز نفوذ یې تر سوال لاندې راولي. بايد امريکا له افغانستانه وځي. دې هدف ته د رسېدو لپاره طالبان يوه قوي جبهه ده او ملاتړ به یې مسکو دې هدف ته و رسوي. 

دوهم: د داعش د ممکنه پراخوالي په وړاندې د حکومت مقاومت کمزوری دی او يوازې طالبان کولی شي‌ چې داعش مات کړي. منځنۍ اسيا او مسکو له دې خطره و ژغوري. 

دريم: طالبان فرامرزي اهداف نلري او د واک خپلولو په صورت کې به مسکو په کابل کې دوست حکومت ولري چې د امريکا ګټې به پکې ډېرې خوندي نه وي. 

خو رښتيا دا دي چې طالبانو ته د مسکو ډېر نزديکت امريکا محبوروي د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي. د سولې په پروسه کې د مسکو طالبان محوره رول لوبول د افغانستان حکومت ته ګټه کوي. امريکا به هيڅکله دا و نه مني چې له منځني ختيځ وروسته په افغانستان کې د روسیې نفوذ ته اجازه ورکړي. د ولسمشر بايډن ادارې ته د امريکا جهاني‌ نفوذ لومړيتوب دی. له همدې امله یې د حکومت شعار America Is Back ټاکلی.‌‌ يعني‌ امريکا را ستنه شوه. نړېوال سياست او نړېوالې لوبې ته. مسکو ته غوره سياست به د افغانستان د حکومت د موقف ملاتړ و، نه د طالبانو. 

په دا منځ کې خپله طالبان د نوې لویې لوبې په الفبا نه دي‌ خبر. دوی د امارت د بقاء تر جګړې ډېر د پاکستان ګټې خوندي کوي‌ او ډېر کله شايد په ځان نه پوهېږي هم. دوی غواړي حکومت چپه کړي او د دوی په اصطلاح د شهيدانو وينې یې ضايع نشي. د شهيدانو وينې بايد يو قيمت ولري او هغه قيمت د افغانستان نظام ړنګول دي. متاسفانه. 

افغانستان په بد وضعيت کې دی. سنجيده او وطندوستانه سياست یې ژغورلی شي. خرابي د طالبانو په شمول د هيچا ګټې نشي تضمينولی.