په مسکو کې د افغان سولې په تړاو له پیلېدونکې غونډې سره همهاله پخواني ولسمشر حامد کرزي د لنډمهالي حکومت د تګلارې هر کلی کړی دی.
هغه ویلي، ټول لوري باید پرېنږدي چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت یې د لاسه ووځي.
حامد کرزي د مسکو غونډې په درشل کې تازه په خپله یوه مرکه کې ویلي، که بله لاره نه وي؛ نو د سولې او یووالي لپاره د لنډمهالي حکومت طرحه هم سمه ده.
د نوموړي په وینا، که طالبان نه غواړي چې له دې حکومت سره یو ځای شي باید داسې یو حکومت جوړ شي چې دغه ډله هم پکې وي او ژر روانې جګړې پای ته ورسول شي.
هغه زیاته کړې، چې د موقت حکومت له جوړېدو یې د ملاتړ موخه دا نه ده، چې یو ولسواک سیستم دې قرباني شي، بلکې موخه یې د افغانانو یووالی او د سولې راتګ دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ټینګار کړی دی، چې د ولسمشر غني په ګډون ټولې لوري باید د سولې په مسئله کې نرمښت وښيي او د سولې رامنځته شوی فرصت باید ضایع نه شي.