وړمه ورځ د کارته نو په سړک روان وم، د سړک له ګڼې ګوڼې څخه ځان ساتلو او د لارې لنډولو دپاره د سپرلیو ډک ګاډي د سړک بيلونکي ځای باندې تيريدل او د سړک د منځ بوټيو د خرابولو او د دغه ځای په تخریبولو خپلې موخې ته رسيدل. په سړک شا او خوا مونږ بې شميره ولاړ وو خو چا دغه موټر چلونکو ته نه ويل چې مه کوه، ستا دې کار سره زمونږ د ټولنې نظم خرابيږي، زمونږ شتمني زيانمنيږي. ښايي مونږ په دې نه پوهيدو چې چلونکی «مونږ ته» او په ځانګړې توګه «ماته» تاوان رسوي. ممکن مونږ او زه په دې نه پوهيدو چې دا ټولنه زمونږ شریک کور او دا شتمني زمونږ شخصي پانګه ده. دې دواړو ته تاوان شخصا مونږ ته تاوان دی. که چیرې په دې خبره پوهيدئ نو کم تر کمه دغه چلونکي ته مو په خوله ويل چې دا کار مه کوه او که دوه څلور یوځای شوی وای نو شونې وه چې د دغه کار مخه مو نيولې وای!!
د ورځې په اوږدو کې مې يو بل ځای وليدل چې يو پيغلوټه نجلۍ غواړي په عريضه ليکونکي عريضه وليکي. د انځور ويستو هټۍ يو کارکونکي په فحشو الفاظو نجلۍ زوروي، او ماشومه غوږونه کاڼه اچوي. په دغه صحنه کې ولاړ لس شل کسان په پيښې هيڅ ځان هم نه پوهوي، او هلک له دغه صحنې پوره خوند اخلي. بیا هم، مونږ ښايي نه پوهيدو چې دا هلک زمونږ ټولنه خرابوي، په ټولنه کې د يو قشر خونديتوب ته تاوان رسوي. ښايي نجلۍ راته پردۍ ښکاريده، او دا راڅخه هیر وو چې دا هم د چا لور خور ده. ممکن د نجلۍ کورنۍ بل ځای کې په همدا ډول صحنې سترګې پټې کړې وي، د بل چا لور خور په مقابل کې ټولنيز مسوليت نه وي درک کړی چې نن يې د کور ميرمنې ته پيښه وه، او چې نجلۍ ته څه ور پيښ وو، ولې به غير ممکن وي چې زما خور، لور او ميرمن دغه حالت تجربه نه کړي!!!
د ټولنې پرمختګ کې چې څومره رول او مسوليت د سرکار او ادارو وي، له هغې زيات د ټولنې د وګړو وي. ټولنه مو ګډ ستر کور دی او پالنه او ژغورنه يې زمونږ ګډ مسوليت. زمونږ د ټولنې بيخ بنا او شتمني مو ګډه پانګه ده. که ټول خپل مسوليت درک نه کړو، خپل ګډ کور د ساتنې په اړه فکر ونکړو او د خپلې پانګې ساتنه ونکړو، همداسې چې مو په کور تالان جوړ دی، دا به روان وي او مونږ به همداسې غريب او فقير ملت يو!
نوټ: محدوده بيلګې د ژوند په هره برخه کې د تطبيق او فکر وړ دي.