د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د ازبکستان هېواد له سفیر سره کتلي او په یو شمېر مواردو یې ورسره خبرې اترې کړي دي.
د ملي امنیت شورا دفتر په یوه خبر پاڼه کې وایي، چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاسف سره په کتنه کې د انرژي په لویو پروژو او ترانزيټ کې د پرمختګ په هکله خبرې وکړې.
د یادې شورا له لوري په خبرې شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې ارګاسف د خپل هېواد د پالسیو له مخې، د افغان حکومت په مشوره په تېره بیا د سولې په برخه کې پر نوښتونو ټینګار کړی.
دغې شورا زیاته کړې، چې د ملي امنیت سلاکار د افغانستان او ازبکستان د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
د ملي امنیت سلاکار داسې مهال په کابل کې د ازبکستان له سفیر ګوري، چې د روسیې په مسکو کې د افغان حکومت، طالبانو، امریکا، روسیې، چین او د پاکستان استازي د افغان سولې پروسې د چټکیتا په خبرو بوخت دي.