حکمتیار: امریکايي ځواکونه باید له مهالوېش سره سم له افغانستان ووځي.

حکمتیار: امریکايي ځواکونه باید له مهالوېش سره سم له افغانستان ووځي.


  • 3 کاله دمخه (18/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1801

 

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د مسکو غونډې په څنډه کې خبریالانو سره مرکه کې ویلي، امریکایي ځواکونه باید د دوحې هوکړې له مهالوېش سره سم ووځي او د سپینې ماڼۍ لپاره مناسب نه ده، چې خپلې ژمنې نه پوره کوي.

 

نوموړی زیاتوي، د مسکو غونډه ښه فرصت دی، خو باید په بشپړ ډول یوه بین الافغاني غونډه وشي او هر لوری باید د جګړې پای ته رسېدو لپاره خپله څرګنده طرح وړاندې کړي څو وکولای شو، یوه لومړني توافق ته ورسېږو، چې د ترکیې په غونډه کې یې نهايي کړو. 

 

 

باید یاده شي، چې حکمتیار اوسنی حکومت د امریکا له لوري تحمیل شوی بللی دی او په افغانستان کې دلنډ مهالي حکومت د جوړېدو پلوي کوي.