رییل مدریده ۱-۳ اتلنتا  ماته ورکړه

رییل مدریده ۱-۳ اتلنتا ماته ورکړه


  • 3 کاله دمخه (18/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1278

د اتلنتا  لوب‌‌‌‌‌‌ډله وروسته له دې چې له يوروپا لیګ نه ووته وایي چې د رییل مدرید پر وړاندې به یې لوب‌‌‌‌‌‌ډله ښه ځلېدلې وی. 

د ګاسپریني لوب‌‌‌‌‌‌ډله چې تېره شپه  یې له رییل مدریده ١-٣ ماته وخوړه او له لوبو ووته. له لوبې وروسته یې د ایتالیا سکای سپورټس چینل ته وویل 

چې له بده مرغه چې لومړی ګول او د مدرید په ګټه پنالټي دوی ته د ګټلو حالت لا سخت کړ. کله چې مخالفې لوب‌‌‌‌‌‌ډلې ته  د داسې ګولونو وخت ورکول کېږي نو شرایط لا سختېږي.

ده زیاته کړه چې دا د خواشینۍ خبره ده چې د اتلانو له لیګ راووتو موږ فکر کاوه چې ښه به وځلېږو او رییل مدرید ته به لوبه ونه بایلو. خو هر څه زموږ له غوښتنو سره سم ونه شول او د دې خبرې مسوول تر یو حده موږ خپله یوو. داسې تجربې د لوب‌‌‌‌‌‌ډلې، روزونکي او لوبغاړو لپاره یو درس  دی چې موږ له یو تر ټولو غوړه نړیوالې لوب‌‌‌‌‌‌ډلې سره مخامخ وو. 

د اتلنتا لوب‌‌‌‌‌‌ډلې روزونکي‌‌‌‌‌‌ په پای کې وویل چې باید خوشاله اوسو چې د لیګ په لومړي پړاو کې مو د اژاکس په څېر لوب‌‌‌‌‌‌ډلې ته ماته ورکړه او له لېورپول سره بل پړاو ته ولاړو. موږ هیله من وو چې د رییل مدرید پر وړاندې به ښه لوبه وکړو. اوس باید د ایتالیا د لوبو لپاره چې  مې کې کېږي صبر  وکړو او هڅه وکړو چې د اروپایي لیګ راتلونکي لوبیز موسم کې برخه واخیستی شوو.