مانچستر سیټي او بروسیا مونشن ګلادباخ د اروپا لیګ لوبو د اتو لوبډلو پړاو کې اتحاد لوبغالي کې یو بل سره مخامخ شول.
د ګواردیولا لوبډلې په٢-٠ جرمنۍ لوبډلې ته مخکې ځل ماته ورکړې وه، نو دا ځل ډېر ډاډه لوبغالي ته ورننوتل.
په لومړۍ نیمایي که سیټي وار له مخه د ګټلو ننداره وښوده او د لوبې په ١٢ او ١٨ دقيقو كې یې کوېن دې برووېن او اېلکې ګوندوګان ګولونه وکړل.
د لوبۍ په پای 5 دقیقو کې بیا هم سیټي فشار ډېر کړ خو همغو دوو ګولونو بریالي شول.
د لوبې په دوهمې نیمایي کې لوبه کراره شوه او مانچستر سیټي د توپ ۷۳% مالکیت درلود اومخالفې لوبډلې ته یې هېڅ اجازه ورنه کړه.
مخالفې لوبډلې هم دومره د ګولونو هڅې ونه کړې او اوبه ٢-٠ او په ټولټال ٤-٠د مانچستر سیټي په ګټه پای ته ورسېده