اصغر افغان په نړیوالو شل اوریزو لوبو په لوبډلمشرانو کې لومړی لوبډلمشر شو، چې په خپله لوبډلمشرۍ کې ډېرې لوبې ګټي.
تر دې مهاله، د هند پخوانى لوبډلمشر مهيندر سينګ دهوني یواځنی هغه کپتان و چې په خپله لوبډلمشرۍ کې يې په ۷۲لوبو کې تر ټولو زياتې ٤١ نړيوالې شل اوريزې سیالۍ ګټلې وې.
خو اوس اصغر افغان دا ریکارډ مات کړ او ۵۲لوبو کې یې ٤٢ نړيوالې شل اوريزې لوبې وګټلې، چې تر نورو ټولو لوبډلمشرانو مخکښ شو. .
دا مهال اصغر افغان وروسته دهوني، بيا ايون مورګن راځي چې ٥٩ لوبو کې يې ٣٣ برياوې خپلې کړې، همدا راز پورټرفيلډ ٥٦ لوبو کې ٢٦ او کين ويليمسن په ٤٩ لوبو کې ٢٣ برياوې په خپل نوم کړې دي.