ولسمشر غني: ګاونډیو ته نور نه اړ کیږو

ولسمشر غني: ګاونډیو ته نور نه اړ کیږو


  • 3 کاله دمخه (22/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1446

 ولسمشر غني د بزګر ورځې په مناسبت ويلي، چې موجود ظرفیتونو او د هېواد د زراعت اوسني وضیعت ته په کتو، افغانستان په ډېرو برخو کې په زیان بسیا شوی او اوس اړتیا نشته، چې د زراعت اړوند اړتیاوې مو له ګاونډیو پوره شي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني زیاته کړې، چې کمال خان بند، چې د کرنې د ودې او اوبو لګولو برخه کې مهم رول لري؛ ژر به پرانیستل شي او همدا راز به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اوبو د کانالونو او د کرنې د زیربناو د جوړولو کار دوام پیدا کړي.

د سرچینې په خبره ولسمشر غني بزګرانو ته ډاډ ورکړی، چې هڅه کوي، د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته په نړیوالو بازارونو کې لاښه مارکیټ پیدا کړي.

باید یاده شي، چې د وري دویمه بزګر د ورځې په نوم، نومول شوې، چې هر کال د دوی د هڅو او قدر داني په موخه نمانځل کېږي.