د امریکا دولسمشر جو بایډن تر څرګندونو وروسته د امریکا او روسیې اړیکې یو ځل بیا د ترینګلتیا وروستي حد ته رسېدلې دي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، چې ولسمشر پوتین له جو بایډن سره د لیدنې او خبرو کوم پلان نه لري. نوموړي زیاته کړې چې امریکا د اړیکو د ښه کولو نیت نه لري، نو دوی هم مجبور نه دي، چې له یاد هېواد سره د اړیکو د رغولو لپاره سوال وکړي.
پیسکوف زیاته کړې، چې بايډن باید د خپلو وروستیو له سپکاوي ډکو څرګندونو له امله بښنه وغواړي او بیا د روسیې او پوتین په اړه له بې اساسه څرګندونو ډډه وکړي.
باید یاده شي، چې دروسیې او امریکا ترمنځ اړیکې نسبتاً ښې شوې وې او کرملین د بایډن تر څرګندونو مخکې ویلي و، چې دبهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې ده، څو د پوتین او بایډن د خبرو لپاره چمتووالی ونیسي.