سټولټنبرګ: د افغان سولې له روانو هڅو ملاتړ کوو

سټولټنبرګ: د افغان سولې له روانو هڅو ملاتړ کوو


  • 3 کاله دمخه (22/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1942

 

د ناټو عمومي منشي ین سټولټنبرګ چې بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې وړاندې خبري غونډې ته خبرې کولې د افغان سولې د روانو هڅو پر ملاتړ د ټینګار ترڅنګ یې وویل چې ټولو ښکیلو خواو ته په کار ده څو دې برخه کې د پرمختګ لپاره کار وکړي او ناټو د سولې روان بهیر کې د نوې ساه پوکولو ملاتړ کوي.

سټولټنبرګ د سولې بهیر د بریا لپاره د تاوتریخوالي کمول او د ښه نیت له مخې د سولې خبرو کې ښکیلتیا اړین وبلل او له طالبانو یې وغوښتل چې پسرلني عملیات پیل نه کړي بلکې پر ځای یې له امریکا سره د دوحې د هوکړه لیک له مخې تاوتریخوالی کم کړي.

د ناټو عمومي منشي دغه راز وویل چې طالبان باید په روښانه توګه وښيي چې د القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي.

سټولټنبرګ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه وویل چې په دې تړاو پرېکړه کې به د دوی د ارزونې یوه برخه دا هم وي چې طالبانو له امریکا سره د هوکړې دا ټکی څومره عملي کړی دی.

د ناټو دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډې سبا پیلیږي چې پکې د افغانستان د وضعیت، د ناټو ځواکونو د حضور، او راتلونکو ګامونو په اړه سلا مشورې کیږي.