د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، چې طالبان باید د تاوتریخوالي کچه راټيټه کړي.
نوموړي نن په بروکسل کې د افغانستان د حالاتو ارزونې په تړاو جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې طالبان لاهم له ترهګرو ډلو سره اړیکه لري او په افغانستان کې یو فرصت ته په تمه دي.
نوموړي په ټینګار ویلي، چې طالبان باید يه واقعي ډول له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
باید یاده شي، چې په دې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي و، چې له طالبانو سره شوې هوکړه تر بحث لاندې ده.