افغان حکومت وایي داسې سوله غواړي چې د نظام د پاشل کیدو لامل نه شي.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، چې افغان حکومت له پایداره او عادلانه سولې ملاتړ کوي داسې سوله چې د اساسي قانون د دوام لامل شي او د نظام د پاشل کیدو مخنیوی تضمین کړي.
سرور دانش کابل کې د سرې میاشتې ټولنې رئیسې د معرفي کیدوغونډې ته د خبرو پر مهال وویل سوله دوه اړخیزه پروسه ده او تر هغې چې مقابل اړخ او ملاتړي یې د سولې خبرو ته جدي اراده ونه لري، اوربند ونه کړي د سولې لپاره به هیلې پیدا نه شي.
په ورته وخت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرسته وايي، د سولې په برخه کې دغه بنسټ له خپل اړخه هر ډول همکارۍ ته تیار دی.