بلېنکن: غواړو افغان جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوو

بلېنکن: غواړو افغان جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوو


  • 3 کاله دمخه (23/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1757

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ناټو سرمنشي د بهرنیو چارو وزیرانو تر ناستې مخکې خبري کنفرانس ته وینا وکړه او په مسوولانه توګه یې افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې متحده ایالات او متحدان یې غواړي نور افغان جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوي خو دا ډاډ باید ترلاسه شي چې افغان خاوره د نورو هیوادونو خلاف نه کارول کیږي او طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن :« دا مهال د دوحې توافقنامې په اساس د ځواکونو د وتلو په اړه د ارزونې بهیر روان دی، هیله لرو دوو ورځو کې یو مشترک تصمیم ونیسو، له افغانستان څخه د وتلو تصمیم به له خپلو متحدانو سره په مشترک ډول ونیسو.»

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ: « موږ خپلو کې سره کینو او د افغانستان په اړه مشترک تصمیم نیسو، موږ افغانستان ته یوځای تللي یو او داسې تصمیم به نیسي چې یوځای ووځو، دا موضوع د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې لا روښانه کیږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز وايي په حقیقت کې متحده ایالات او متحدان یې نور غواړي په افغانستان کې روانه جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوي. خو د نوموړي په وینا دا اطمینان باید ترلاسه شوي چې افغان خاوره د نورو هیوادونو خلاف نه کارول کیږي او طالبان د القاعده په شمول له ترهګرو ډلو سره اړیکې قطع کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن: « په حقیقت کې موږ او زموږ متحدان په مسوولانه توګه د افغان جګړې پای ته رسول غواړو، خو دا ډاډ باید ترلاسه شي چې افغان خاوره بیاځلې د امریکا او د امریکا د متحدو هیوادونو خلاف نه کارول کیږي او طالبان د القاعده په شمول له ټولو ډلو سره اړیکې قطع کوي.»

په ورته مهال د ناټو سرمشني وایي چې ناټو د افغان سولې په اړه د امریکا له هڅو کلک ملاتړ کوي او د افغانستان د ستونزې یوازینۍ حل سیاسي تفاهم بولي.

نوموړی وایي دا ضروري ده، چې د افغان سولې پروسه کې د سیمې هیوادونه او ښکېل لوري شامل شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ: « د افغان ستونزې د حل یوازینۍ لار سیاسي تفاهم دی، موږ د سولې په اړه د امریکا له هڅو کلک ملاتړ کوي موږ اړتیا لرو څو ټول سیمه ییز لوبغاړي افغان سولې پروسه کې دخیل شي، تاوتریخوالي کم شي او طالبان ترورستي ډلو سره اړیکې پرې کړي، په دې ټولو مسائیلو به د بهرنیو چارو وزیران خبرې وکړي.»

په مسوولانه توګه د افغان جګړې پر پای ته رسولو د ناټو ټینګار داسې مهال دی چې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې په اساس ټول بهرني ځواکونه باید تر مې میاشتې له افغانستان څخه ووځي.