بلېنکن: غواړو افغان جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوو

بلېنکن: غواړو افغان جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوو


  • 3 کاله دمخه (23/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1297

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي متحده ایالات او متحدان یې افغان جګړه په مسوولانه توګه پای ته رسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو سرمنشي سره د بهرنیو چارو وزیرانو تر ناستې مخکې خبریالانو ته وویل، چې د دوحې توافقنامې په اساس د ځواکونو د وتلو په اړه ارزونه لاهم روانه ده او هیله لري د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ ناسته کې متحده ایالات له خپلو متحدانو سره د افغانستان په اړه مشترک تصمیم ونیسي.

نوموړی وایي په حقیقیت کې دوی غواړي نور افغان جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوي خو دا ډاډ باید ترلاسه شي چې افغان خاوره د نورو هیوادونو خلاف نه کارول کیږي او طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي.

په ورته مهال د ناټو سرمنشي وایي چې افغانستان ته د سرتیرو د استولو په اړه په مشترک ډول تصمیم نیول شوی و، او د وتلو په اړه به هم په مشترک ډول تصمیم ونیول شي.

بشپړ راپور د ګزارشونو برخه کې لوستلی شي.