ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې نور به د هېواد اوبه بې ارزښته ونه بهیږي او په ټول هېواد کې به د بندونو ترڅنګ په کانالونو باندې هم کار شروع کړي.
نوموړي نن د کمال خان بند د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، چې افغانستان د اوبو د مدیریت په برخه کې مهم پلانونه لري او ژر به وشي کولای، چې هېواد په ځان بسیا شي.
هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې ایران ته به د تیلو په مقابل کې اوبه ورکوي او نور نه غواړي، چې د هېواد اوبو څخه دې په وړیا ډول ایران ګټه واخلي.
ولسمشر غني دغه راز د امریکا وروستۍ طرحې ته په اشارې وویل، چې اوازې، طرحې او کاغذونه به راځي؛ خو افغانستان به د خپلې پالیسي په اساس مخکې روان وي.