بلینکن: امریکا د ترکیې غونډې ته سترګې په لاره ده

بلینکن: امریکا د ترکیې غونډې ته سترګې په لاره ده


  • 3 کاله دمخه (25/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1348

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وايي امریکا د افغان شخړې د سیاسي حل لارې په لړ کې د ترکیې په کوربتوب غونډې ته سترګې پر لاره ده چې د افغان حکومت او طالبانو مشرتابه به په کې برخه واخلي.

بلېنکن زیاته کړه چې دا غونډه په راتلونکو څو اونیو کې د ده په وینا د ډیپلوماسۍ او د شخړې د یو ډول سوله ییز حل لپاره د هڅو لړ کې رابلل کیږي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه یو ځل بیا د امریکا د ولسمشر جوبایډن څرګندونو ته اشاره وکړه چې ویلي یې وو د راتلونکې مې میاشتې تر لومړۍ نیټې د ټولو سرتیرو ویستل ستونزمنه چاره ده.

بلینکن په مسکو کې د تېرې اونۍ غونډه چې د امریکا استازي هم په کې ګډون درلود بریالۍ وبلله او ددې غونډې د اعلامیې هرکلی یې وکړ.