د ترکو او قلعه افضل پر کانالونو چټک کار پیل شوي او په نژدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د اوبو چارو تنظیم ملي اداره وايي، چې د یادو کانالونو په جوړېدو سره به په نیمروز ولایت کې ۴۹۳۹۷ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
د سرچینې په خبره، د دې کانالونو مالي لکښت ۹.۹ میلیارد افغانۍ کېږي او د ودانیزو چارو تړون یې له ملي پراختیا شرکت سره شوی، چې مالي لګښت یې د هېواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.
له یادو کانالونه څخه به ۴۹ زره کورنۍ په مستقیمه توګه ګټه واخلي.
باید یاده شي، چې تېره ورځ د کمال خان بند د پرانیستې په مراسمو کې ولسمشر اشرف غني هم ټینګار وکړ، چې په ټول توان به په هېواد کې د کانالونو په جوړولو هم کار پیل کړي.