د مسکو غونډه بریالۍ وه

د مسکو غونډه بریالۍ وه


  • 3 کاله دمخه (25/03/2021)
  • کامران احمدزي
  • 2027

روسیه وايي، په مسکو کې د دوی په کوربه توب جوړه شوې غونډه په خپل هدف کې بریالۍ وه.

دافغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د مسکو غونډه دسولې د روانو خبرو د چټکتیا او د دواړو لوریو د مخامخ خبرو لپاره جوړه شوې وه، چې په پوره ډول بریالۍ وه.

د نوموړي په خبره، په یاده غونډه کې د طالبانو له امارت سره ټولو هېوادونو مخالفت وښود او غوښتنه یې ترې وکړه، چې د دایمي سولې لپاره دې په خپل دریځ کې نرمښت راولي، چې دا چاره به د سولې په خبرو کې د طالبانو دریځ نرم کړي.

کابلوف زیاته کړې، چې افغانستان او روسیه یو له بل سره پخوانۍ او تاریخي اړیکې لري او مسکو له افغانستان سره په هر ډول حالاتو کې مرستې ته اماده دی.

باید یاده شي، چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د افغان سولې په تړاو په مسکو کې غونډه ترسره شوه، چې د طالبانو مشرانو، د افغان حکومت پلاوي او یو د یو شمېر نورو هېوادونو استازو په کې ګډون کړی وو.