لوګر کې د کتاب جشن تر عنوان لاندې نندارتون جوړ شو

لوګر کې د کتاب جشن تر عنوان لاندې نندارتون جوړ شو


  • 3 کاله دمخه (25/03/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1696

د لوګر ولايت په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د کتاب ملګرو ځوانانو په زيار او نوښت او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د کتاب جشن تر عنوان لاندې د کتابونو يو ورځنى نندارتون پرانیستل شو.

ددې جشن په پرانیست غونډه کې چې د لوګر د سیمه ییزو ادارو د رییسانو په ګډون لسګونه ځوانانو او د کتاب مينه والو برخه درلوده د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس عبدالرحمن تسل وویل په دې نندارتون کې يې د کتاب ملګرو ځوانانو له خوا شا او خوا ۲۰۰۰ ټوکه را ټول شوي کتابونه نندارې ته وړاندې کړل.

د تسل په وينا له دې چارې يې موخه دا ده چې په فرهنګي او علمي برخو کې د ځوانانو رضاکارانه اړخ غښتلى شي، د مطالعې مينه وال زيات شي او د کتابونو د پیرلو فرهنګ هم وده وکړي.

د يادونې وړ ده چې نندارې ته وړاندې شويو کتابونو يو تعداد په وړيا ډول مينه والو ته ورکړل شول او يو بله برخه يې په ډير ټيټ قيمت د مطالعې په مینه والو باندې وپلورل شول چې په لاس ته راغلو پيسو به زينتي او ميوه لرونکي بوټي اخيستل کيږي او د حشر په ترڅ کې به په عام المنفعه ځايونو کې کېنول کيږي.

د کتابونو يوه بله برخه د لوکر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست عامه کتابتون ته ورکړل شول ترڅو د کتاب او مطالعې مينه وال ترې ګټه واخلي.